وحشی اسراییل

IQNA

بچوې
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله  سید مجتبی حسینی خامنه اي د  حضرت امام خمیني  د ۳۷ تلین په مناسبت پخپل کې پیغام کې وفرمائيل؛ د دښمن له ترکیبی جنګ سره د مقابلې یوازینۍ لاره د وحدت،  مقاومت او د متقابل اعتمال ساتل دي.
د خبر لمبر: 3492867    خپرونې تاریخ : 2026/06/04

ایکنا ـ د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران  کې له  ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.
د خبر لمبر: 3492866    خپرونې تاریخ : 2026/06/03

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي،  ، په جلا جلا ټیلیفوني  خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ  دټولو قواؤ له ستر قوماندان  فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو  او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3492860    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا-  د امریکا ولسمشر د شیکاګو ښاروال او پاپ لئو څوارلسم ترمینځ لیدنې ته په اشارې سره، پر دواړو د ایران پر ضد له پوځي بریدونو سره د مخالفت  په وجه نیوکه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492852    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا- د «شهیدو فرښتو» په نوم هنري ننداره، چې د میناب د ۱۶۸ شهیدو  واړو وادو زده‌کوونکو پر مظلومیت متمرکزه وه، په انډونیشیا کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492849    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې  امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسله‌والو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ  (ترکیبي) جنګ پای ته په  رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.
د خبر لمبر: 3492844    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم له‌خوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا  په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي  چې دغه جنګ  باید پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492840    خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزب‌الله د بې‌پېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه  بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه  ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې  باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید  بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492834    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

 ایکنا- د قربانۍ د  نیکمغره او مبارک اختر لمونځ د چهارشنبې په سهار،یعني  د غبرګولي په ۶مه، د نیواکي  قدس ښار په مسجدالاقصی کې د ۱۴۰ زره فلسطینيیانو  په پراخ ګډون سره ادا شو.
د خبر لمبر: 3492833    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده. د هر هغه  اقدام  او خبرواترو  د مخنیوي لپاره ګډې هڅې به  چې د وحدت ماتولو سبب کېږي، قدرمن ایران  وروستۍ بریا ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3492829    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا- آکسیوس لیکلي چې Donald Trump د عربي نړۍ او د سیمې پر یو شمېر مسلمانو هېوادونو دباونه  راوړی، څو که د ایران پر ضد جنگ    پای ته د رسېدو هوکړه وشي، نو د «ابراهیم تړون» (له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول او سازش) سره یوځای شي.
د خبر لمبر: 3492828    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د  کابو  ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا-  دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو  ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا -  پر عامه افکارو سربېره، د اروپائي پارلمان یو شمېر غړو هم د صهیونیسټي رژیم او د دغه رژیم د ځینو چارواکو پر ضد د اروپائي ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492814    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې له اسرائیلي  ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات  وکړي.
د خبر لمبر: 3492813    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- د صمود نړیوال کاروان»  مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطینيو بندیانو سره د پیوستون په موخه،  لوږ تړ پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492802    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو  د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د  ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په  تر ټولو ښه حالت کې نتیجه  انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی.البته ډيری کارپوهان او شناندي  دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم  ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ  نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې  هم د امریکا د متحدینو لپاره  منفي پایلې لرلې دي.  
د خبر لمبر: 3492795    خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا-  د  ګالاتاسرا  فوټبال ټیم   فرانسوي لوبغاړې، ساشا بوئي، د ترکیې لیګ د قهرمانۍ په جشن کې د ټولو پام ځان ته راواړاوه او د جام د مراسمو پر مهال ئې د فلسطین بیرغ پورته کړ.
د خبر لمبر: 3492788    خپرونې تاریخ : 2026/05/18